"; var newstr = document.all.item(printpage).innerHTML; var oldstr = document.body.innerHTML; document.body.innerHTML = headstr+newstr+footstr; window.print(); document.body.innerHTML = oldstr; return false; } Embassy of Afghanistan of Ottawa
   
    HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 





د کاناډا د ولسي جرګې له رییس سره په لېدنه کې د افغان ښځو د مسآلو مطرح کول

. .

اوټاوا، / د ۲۰۱۷ زکال د مارچ د میاشتې ۶مه/ـ جلالتمآبې شینکۍ کړوخیل، په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لويې سفیرې له ښاغلي جیف ریګن د کاناډا د ولسي جرګې له رييس سره وکتل. دغه لیدنه په اوټاوا کې له کاناډايي چارواکو سره د ښځو سفیرانو د ټولنې د لیدنو په چوکاټ کې د غړیو هېوادونو د ښځو د ستونزو او پر وړاندې يې د پرتو ګواښونو د مطرح کولو په منطور ترسره شوه.ـ

په پیل کې، میرمن سفیرې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت او پر وړاندې يې پرتو ګواښونو  ته اشاره وکړه او وې ویل، چې اوسمهال، د اساسي قانون له مخې د ټاکل شوې ونډې پر بنسټ، په ولسي جرګه کې ۲۷ سلنه چوکۍ او په مشرانو جرګه کې، د انتصابي چوکیو نیمه برخه ښځو ته ځانګړې شوې ده. ـ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کابینه کې ۴ ښځې وزیرانې حضور لري او ۵۵ ښځې هم د سفیرانو په توګه په خدمت کولو بوختې دي.ـ

میرمن کړوخیل له ښاغلي ریګن څخه غوښتنه وکړه، چې دپارلمانونو تر منځ د ګډې ټولنې چې ۱۷۰ هېوادونه يې غړیتوب لري، د پالیسو د جوړولو په کچه د ښځو موضوع ته پاملرنه وکړي، چې په دې توګه د ښځو په ګته غوره قوانین رامنځته شي. پر همدې بنسټ، د کاناډا د پارلمان همکاري د افغانستان له پارلمان سره د ښځو د وضعیت د ښه والي په موخه خورا زیات ارزښت لري. دغه راز کاناډا د خپلو نړیوالو مرستو په چوکاټ کې کولای شي، چې په خپلو تمویلي او پرمختیايي پروژو کې د ښځو موضوع د یو بنسټیز شرط په توګه وټاکي.ـ

 همداشان، میرمن کړوخیل یاده کړه، چې کاناډا باید د ښځو او انجونو پر تعلیم پانګونې ته جدي پاملرنه وکړي، اود هغوی د تعلیم لپاره مالي بسپنه ځانګړي کړي ځکه، چې د ښځو او انجونو پر تعلیم پانګونه پر یو نسل د پانګونې په مانا ده. میرمن کړوخیل، په ځانګړي توګه، د افغانستان جنګ ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت ته د کاناډا د پارلمان پام واړوه او زیاته يې کړه، چې په دغو سیمو کې د دوی ډېر ښوونیز او روزنیز فرصتونه سلب شوي دي.ـ

 میرمن سفیرې، د افغان ښځو د وضعیت د ارزونې د کمیسیون د تشکیل طرحه هم د کاناډا د ولسي جرګې له رییس سره شریکه کړه، تر څو دغه هېواد يې له مالي او تخنیکي پلوه ملاتړ وکړي. د دغه کمیسیون دنده به دا وي، چې د افغان ښځو په اړه منظم ریپوټونه جوړ کړي، چې له دې لارې د افغانستان حکومت او نورې اړوندې ادارې دغو ریپوټونو ته په کتو عمل وکړي او ځواب ورکوونکي واوسي. میرمن کړوخیل زیاته کړه، د افغانستان لومړۍ میرمنه ددغه کمیسیون له تشکیل څخه ملاتړ کوي. ـ

طرح مسایل زنان افغان در دیدار با رییس مجلس نمایندگان پارلمان کانادا

اوتاوا، 6 مارچ 2017 میلادی- جلالتمآب شینکی کروخیل، سفیرکبیر جمهوری اسلامی افغانستان در کانادا، با آقای جیف ریگن، رییس مجلس نمایندگان پارلمان کانادا، دیدار کرد. این ملاقات در چارچوب دیدار های اعضای انجمن سفیران زن در اوتاوا با مقامات ارشد کانادایی برای طرح مسایل و چالش های زنان در کشور های عضو، صورت گرفت و قرار است که به زودی با تعدادی از وزیران کابینۀ حکومت نیز ملاقات هایی صورت بگیرد.ـ

 در آغاز جناب سفیرکبیر با اشاره به وضعیت زنان افغان و چالش های پیش روی شان گفت که در حال حاضر، بر اساس سهمیۀ تعیین شده در قانون اساسی کشور، 27 درصد کرسی های ولسی جرگه و نیم کرسی های انتصابی مشرانو جرگه به زنان اختصاص داده شده است. در کابینۀ حکومت جمهوری اسلامی افغانستان 4 وزیر زن حضور داشته و 5 زن هم به عنوان سفیر مصروف خدمت اند. ـ

خانم کروخیل از آقای ریگن خواست که در چارچوب اتحادیۀ بین پارلمانی که 1700 کشور عضویت آن را دارند، به موضوع زنان در چارچوب پالیسی سازی توجه شود تا قوانین بهتری به نفع شان تصویب گردد. روی این ملحوظ، همکاری پارلمان کانادا با پارلمان افغانستان روی موضوع بهبود وضعیت زنان افغان از اهمیت زیادی برخوردار است. همچنان، کانادا در چارچوب کمک های بین المللی خود می تواند که موضوع پرداختن به وضعیت زنان را در پروژه های انکشافی و تمویلی خود به عنوان یک شرط مهم قید نماید.ـ

 خانم کروخیل یاد آوری کرد که کانادا بایستی مسالۀ سرمایه گذاری بالای تعلیم زنان و دختران را مورد توجه جدی خود قرار دهد، و وجوه مالی ای را به تمویل تعلیم آنها اختصاص دهد. چون، سرمایه گذاری بالای تعلیم زنان و دختران، سرمایه گذاری بالای یک نسل است. خانم کروخیل به طور خاص توجه رییس پارلمان کانادا را به وضعیت زنان در مناطق جنگ زدۀ افغانستان جلب کرد که فرصت های تعلیمی و آموزشی از ایشان سلب شده است. به همین خاطر لازم است که سایر شیوه های تعلیمی، مانند دایر کردن مکاتب خانگی، مورد توجه و حمایت مالی و تخنیکی کانادا قرار گیرد. ـ

جناب سفیرکبیر افغانستان طرح تشکیل کمیسیون دایمی بررسی وضعیت افغان را نیز با رییس مجلس نمایندگان کانادا در میان گذاشت تا این کشور به لحاظ مالی و تخنیکی از آن پشتیبانی کند. این کمیسیون وظیفه خواهد داشت که گزارش های منظمی را در مورد وضعیت زنان افغان تهیه کرده تا حکومت افغانستان و سایر نهاد ها و مراجع ذیربط با توجه به این گزارش عمل کرده و جوابگو باشند. خانم کروخیل افزود که تشکیل کمیسیون از حمایت بانوی اول افغانستان برخوردار است. ـ

 



 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand