HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 
د ویزی په هکله معلومات

په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته ښه راغلاست. ـ

په لاندی صفحو کښی، د افغانستان د ویزی د اخیستلو په هکله معلومات، د لازمو اسنادو او نورو ضروریاتو د تفصیل په شمول، په مفصل ډول تشریح شوی. له ټولو غوښتونکو څخه هیله کرو چی د فورمو له ډکولو مخکی، نوموړی معلومات ولولی. ـ

 
د ویزی دغوښتنی په هکله معلومات
د غوښتنو لپاره لازمه موده
دویزی دصدور محصول

د ویزه فورمی

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟




د ویزی دغوښتنی په هکله معلومات

په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت هغو کسانو ته چی د کاناډا په هیواد کښی استوګنه لری ، او یا د غوښتنی په وخت کښی په دی هیواد کی موجود وی، ویزه ورکوی. د تورانتو په ښار کښی د افغانستان جنر ال قونسلی هم د ویزی غوښتنی منی.ـ

که غواړی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان د جنرال قونسلی له طریقه غوښتنه وکړی، دا لیکه کلیک کړی. ـ

ِ د ویزی غوښتونکی کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری راولیږی او یا هم په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی. ـ

پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی: ـ

Embassy of Afghanistan in Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9

که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی. ـ

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. ـ

هغه غوښتونکی چی غواړی د ویزی د غوښتنی لپاره شخصاْ سفارت ته مراجعه وکړی، کولای شی د کاری اوقاتو په ترڅ کښی د سفارت قنسولی څانګی ته راشی . د سفارت قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده: ـ

د دوشنبی تر جمعی ورځی پوری د 10 تر 1 بجی پوری او د 2 بجو څخه تر 4 بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ

د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وروسته ، مراجعینو ته به یوه تعرفه ورکر شی تر څو په بله ټاکلی ورځ بیرته سفارت ته راشی او خپله ویزه او نور اسناد لاسته راوړی. که مراجعین وغواړی چی خپله ویزه او اسناد د پوستی له لاری لاسته راوړی باید د ویزی د محصول سربیره د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم ( 20 کانادایی ډالره) له غوښتنلیک سره یوځای سفارت ته وسپاری. البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم او بشپړه پته یی پری لیکلی دی،ـ سفارت ته وسپاری. ـ

له غوښتونکو څخه هیله کيږي، چې د ویزې له اخیستلومخکې د سفر تیاری ونه نیسي، د ویزې د ځنډیدلو او ستاسو په سفرکې د ستونزو د پیښیدلو په صورت کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت هیڅ ډول مسؤلیت نه لري. هغه کسان، چې دګرځندوی (سیاحت) ویزې غوښتنه کوي، دوی باید له یو سیاحتی شرکت څخه، چې په افغانستان کې فعالیت کوي او راجستر وي، یوبلنلیک موږ ته وړاندې کړي، چې د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې مرسته وکړي. دغه راز، د ویزې غوښتونکی باید یو لیک موږ ته په خپل لاسلیک راواستوي او په هغه کې تصدیق وکړي، چې په هغه موده کې، چې نوموړی او یا د نوموړی د کورنی غړی په افغانستان کې اوسیږي، امنیتي مسؤلیت يې پر خپله غاړه دی.ـ

[return to index]





د غوښتنو لپاره لازمه موده

د ویزی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. ـ

وروسته لدی چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو لازمو اسنادو سره یو ځای مونږ ته راورسیږی، لازمه ویزه د یوی اوونی په ترڅ کښی صادریږی. د ګړندی غوښتنی په صورت کی، د130 کانادایی ډالرو په ارزښت اضافی محصول اخیستل کیږی او ویزه د 24 ساعتونو په ترڅ کښی ورکول کیدای شی. ـ

له غوښتونکو څخه هیله کیږی چی د ویزی د لاسته راوړونه مخکی د سفر تیاری ونه نیسی. د ویزی د ځنډیدو او ستاسو د سفر په اړه د ستونځو د راپیښیدو په صورت کی سفارت هیڅ ډول مسوولیت نه لری. ـ

د ویزی ډولونه

د موجودو مقرراتو پر بنسټ، دا سفارت او په تورانتو کښی د افغانستا ن جنرال قونسلی معمولا یوازی د یوځل مسافرت یوه میاشتنی ویزه صادروی. د دوه ځل یا څو ځل مسافرت ویزی چی د دری یا شپږو میاشتو موده لری، یوازی د دیپلوماتیک (سیاسی) او خدمت پاسپورټونو لرونکو ته او یا د کوربه هیواد (کاناډا) د مسلح قواوو او دولتی منسوبینوته ورکول کیدای شی. نور هغه کسان چی سیاسی یا خدمت پاسپورټونه نلری خو د نوموړو ویزو غوښتنه کوی، یوازی په هغه صورت کښی مطلوبه ويزه ترلاسه کولای شی چی د رسمی چارولپاره سفر کوی او قانع کوونکی دلایل وړاندی کړی ږ

د ویزی بیلابیلی کتګوری هر یو بیل محصول (فیس) لری چی لاندی په مربوطه جدول کښی تشریح شوی. ـ

هغه کسان چی غواړی په افغانستان کی کار وکړی او د اوږدی مودی لپاره په هیواد کښی پاتی شی، کولای شی له مونږ څخه د یو ځل مسافرت ویزه ترلاسه کړی او بیا وروسته د خپلی ویزی د تمدید لپاره په کابل کی د خارجه وزارت قنسولی ریاست ته غوښتنه وړاندی کړی. ـ

د ویزی د غوښتنی لپاره لازم اسناد او نور ضروریات

د ویزی غوښتونکی، که د پوستی له لاری غوښتنه کوی او یا خپله سفارت ته مراجعه کوی، باید لاندینی اسناد او ضروریات سفارت ته وسپاری: ـ

ـ1. د ویزی فورمه باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شی. ـ

ـ2. غوښتونکی باید خپل پاسپورټ له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کړی. (پاسپورټ باید د مطلوبی ویزی د ختمیدو له نیټی څخه حد اقل دری میاشتی نور اعتبار ولری) ـ

ـ3. دوه قطعی عکسونه چی د پاسپورټ په ستندرده اندازه اخیستل شوی وی او د فورمی په وروستی صفحه کی ونښلول شی (دواړه عکسونه باید نوی او سره ورته وی او له مخامخ نه اخیستل شوی وی ترڅو د شخص دواړه غوږونه پکښی د لیدلو وړ وی) ـ

ـ4. د غوښتونکی د اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره باید لازم اسناد، د مثال په توګه د موټر چلولو لایسنس، د بریښنا بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی، وسپارل شی. ـ

ـ5. که سفر په کاری یا رسمی موخه سرته رسیږی، باید د سفر د موخی د تثبیتولو لپاره د اړونده مرجع څخه لازم سند یا اسناد وړاندی شی. ـ

ـ6. د ویزی محصول (د ویزی د محصول جدول ته لاندی مراجعه وکړی) چی یوازی د منی آردر او یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی په اوتاوا کښی د افغانستان سفارت٬ په نوم صادر شوی وی، د منولو وړ ده. ـ

ـ7. له پوستی غوښتنلیکونو د بیرته استولو لپاره با ید ورسره د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه شی. ـ

[return to index]





دویزی دصدور محصول

*All charges are in Canadian dollars

محصول ( د بانکی او اداری مصرف په شمول )

د ویزی ډول

ـ 150 کانادایی ډالر ه

د یوه څل مسافرت ویزه - یوه میاشتنی

ـ250 کاناډایی ډالره

د څو ځلی مسافرت ویزه – دری میاشتنی

( یوازی په استثنایی مواردو کښی )

ـ 150 کاناډایی ډالره

د کار د ویزی لپاره د ورود جواز لیک

په وړیا توګه

د سیاسی یا خدمت پاسپورټونو لرونکو لپاره ویزه

په وړیا توګه

ـ( د دولتونو تر منڅ د بالمثلی رویی د اصل په نظر کښی نیولو سره ا) ـ

د دولت رسمی کارکوونکو لپاره ویزه چی سیاسی یا د خدمت پاسپورټونه نلری خو په رسمی موخه سفر کوی

په وړیا توګه

په افغانستان کښی زیږیدو کسانو لپاره ویزه چی په غیر افغانی پاسپورټونو سفر کوی

په وړیا توګه

د ملګرو ملتونو د سازمان، سره ص لیب او نورو ځانګړو بین الحکومتی بنسټونو د کارکوونکو لپاره ویزه

ـ130 کاناډایی ډالر – د ویزی د محصول سربیره

 

په ګړندی توګه (د 24 ساعتونو په ترڅ کښی) د ویزی د اخیستلو لپاره اضافی محصول

ـ20 کا ناډای ډالره

د راجستری پوست مصرف

ـ( غوښتونکی کولای شی د پوستی مصرف پرڅای راجستر شوی پوستی پاکټ ضمیمه کړی ) ـ

د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه

  • ـ1. د ویزی محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ

    ـ2. د ویزی محصول او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ

    ـ3. که چیری د څو پاسپورټونو لخوا یو ځای د ویزی غوښتنه کیږی او د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ

    ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری . ـ

    اصلی اسناد

    هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی. ـ

[return to index]





دویزی فورمی

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی د ویزی فورمی په له لاندی رول لاس ته: ـ

[VISA APPLICATION FORM PASHTO] د ویزی فورمه لدی رابطی څخه لاسته راوړی: ـ

پورتنی فورمه په دری، فرانسوی او انګلیسی ژبو کی هم له لاندینی اړیکو څخه لاسته راوړی شی: ـ


[VISA APPLICATION FORM DARI] د ویزی فورمه په دری ژبه

[VISA APPLICATION FORM FRENCH]د ویزی فورمه په فرانسوی ژبه: ـ

[VISA APPLICATION FORM ENGLISH] د ویزی فورمه په انگلیسی ژبه: ـ

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟

[return to index]




که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ

+ 1-613-563-4223
+ 1-613-563-4265
+ 1-613-680-0066

د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ

consular@afghanemb-canada.net

د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ

Embassy of Afghanistan, Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9

[return to index]




 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand