HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 

د اسنادو د تصدیق غوښتنی

په اوتاوا کښی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته ښه راغلاست ! ـ

د غوښتنی عمومی شرایط

د مقتضیاتو فهرست

د فیس اندازه او د پیسو ورکولو طریقه

د سفارت آدرس و کاری اوقات

فورمی

زمونږ سره اړیکه

 

د غوښتنی عمومی شرایط

په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنی د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره منی چی په افغانستان کښی د رسمی او ثقه مراجعو لخوا صادر شوی وی. د نوموړو اسنادو مثالونه لاندی دی: ـ

ـ د ریږیدنی تصدیق

ـ د مړینی تصدیق

ـ د ناروغتیا تصدیق

ـ د نکاحنام ی تصدیق

ـ د طلاق د وثیقی تصدیق

ـ د مجردی د وثیقی تصدیق

ـ د تذکر ی تصدیق

ـ د موټر چلولو د جواز (لایسنس) تصدیق

ـ د تحصیلی او مسلکی اسنادو تصدیق

ـ د تجارتی او گمرکی اسنادو تصدیق

تاسو کولای شی خپلی غوښتنی د پوستی له لاری او یا هم د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه، وړاندی کړی. ټولی غوښتنی باید هغه سند چی تصدیق یی غوښتل شوی په اصلی بڼه کښی له ځانه سره ولری. ـ

د اسنادو د تصدیق لپاره ضروریات

ـ1. د اسنادو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډک او لاسلیک شی.ـ

ـ۲. مربوطه سند په اصلی بڼه کښی ـ

ـ۳ . په کانادا کښی د خپل اقامت حقوقی اسناد ، لکه د لندد سند، د دایمی اقامت کارت او د تابعیت سند ـ

ـ ۴ . د غوښتونکی د اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسی نور. ـ

ـ۵ . د تصدیق محصول چی باید د ټاکل شوی نورم سره سم ورکړل شی . ـ

ـ۶ . هغه غوښتونکی چی غواړی اسناد یی بیرته د پوستی له طریقه ورولیږل شی، د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت ورکړی، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه کړی. ـ

د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف

محصول

(د اداری او بانکی مصرف په شمول)

د سند ډول

ـ70 کاناډایی ډالره

د زیږیدنی تصدیق

وړیا
د مړینی تصدیق
وړیا
د ناروغتیا تصدیق
ـ70 کاناډایی ډالره
نکاحنامه
ـ70 کاناډایی ډالره
د طلاق وثیقه
ـ70 کاناډایی ډالره
د مجردی وثیقه
ـ70 کاناډایی ډالره
تذکره
ـ70 کاناډایی ډالره
د موټر چلولو جواز (لایسنس)ـ
ـ70 کاناډایی ډالره
تحصیلی او مسلکی اسناد
ـ160 کاناډایی ډالره
تجارتی او ګمرکی اسناد
ـ کاناډایی ډالره
عاجل خدمات

ـ20 کاناډایی ډالره

د راجستری پوستی مصرف

ـ(د راجستر شوی پوستی پاکټ پر ځای چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی) ـ

 

د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه

ـ1. د اسنادو د تصدیق محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ

ـ2. د اسنادو د تصدیق محصول او نور ټول قنسولی مــــــــــــصارف د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاواـ کښی د افغانستان د سفارت " په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ

ـ3. که چیری د څو غوښتنی یو ځای وړاندی کیږی، او د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ

ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری . ـ

 

د سفارت پته او کاری اوقات

د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده: ـ

له دوشنبی تر جمعی د 10 تر 1 بجو پوری او د ماسپښین د 2 تر 4 بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ

پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی: ـ

Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9

 که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی . ـ

 دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. ـ

ټولی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. ـ

ټول هغه اصلی اسناد چی له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کیږی، د مراحلو له تیریدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته سپارل کیږی. ـ

د اسنادو د تصدیق فورمی

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

ِDocumentAuthenticationApplicationForm.pdf د اسناد دتصدیق لپاره فورمه: ـ

IdentityGuarantee FormPashto.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه :ـ

 

پورتنی فورمی په دری، فرانسوی او انګلیسی ژپو هم موجودی دی که لاندی یی لاسته راوړی شی: ـ

 

په دری ژبه

DocumentAuthenticationApplicationForm.pdfد اسناد دتصدیق لپاره فورمه: ــ

IdentityGuarantee FormDari.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په دری ژبه : ـ

په فرانسوی ژبه

DocumentAuthenticationApplicationForm.pdfد اسناد دتصدیق لپاره فورمه: ــ

IdentityGuarantee FormFrench.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په فرانسوی ژبه : ـ

په انګلیسی ژبه

DocumentAuthenticationApplicationForm.pdfد اسناد دتصدیق لپاره فورمه: ــ

IdentityGuarantee FormEnglish.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په انگلیسی ژبه : ـ

 

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ

+ 1-613-563-4223

د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ

consular@afghanemb-canada.net

د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ

Consular Section

Embassy of Afghanistan, Ottawa

240 Argyle Avenue

Ottawa, ON K2P 1B9

 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand